Русские видео

Сейчас в тренде

Иностранные видео




Если кнопки скачивания не загрузились НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу страницы.
Спасибо за использование сервиса savevideohd.ru



د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ایران ته د یوه پلاوي پر تګ هوکړه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، د دغه وزارت د سرپرست او د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي سره په کتنه کې، هوکړه شوې چې، د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه له کابله یو پلاوی ایران ته ولاړ شي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په دغې کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت له ایرانه هېواد ته د افغان کډوالو د راستنولو هوډ لري، خو دا کار ګډ پروګرام ته اړتیا لري. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني طلوع‌نیوز ته وویل:«په ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ، په دې هم هوکړه شوې چې، په نږدې راتلونکي کې د کډوالو چارو وزارت یو پلاوی ایران ته ولاړ شي او هلته به د کډوالو ستونزې له نږدې وګوري او له ایراني چارواکو سره به د هغو پر حل لارو خبرې وکړي.» د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې، په دې کتنه کې حسن کاظمي قمي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د مخالفو کړیو تبلیغات بللي او زیاته کړې یې ده چې، هېواد یې د کډوالو ټولو حقوقو ته ژمن دی. TOLOnews Provincial is your number one source of news from all over Afghanistan covering political, social, economic, and cultural topics in Dari and Pashto languages. طلوع نیوز پروفنشیل منبع تازه‌ترین و داغ‌ترین خبر‌ها و گزارش‌های روز از سراسر افغانستان در بخش‌های سیاسی، اجتماعی، اقتصادی و فرهنگی به زبان‌های دری و پشتو است.

Comments