Русские видео

Сейчас в тренде

Иностранные видео


Скачать с ютуб Who Was Ahmad Shah Durrani? - احمد شاه بابا څوک و؟ | в хорошем качестве

Who Was Ahmad Shah Durrani? - احمد شاه بابا څوک و؟ | 5 дней назад


Если кнопки скачивания не загрузились НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу страницы.
Спасибо за использование сервиса savevideohd.ru



Who Was Ahmad Shah Durrani? - احمد شاه بابا څوک و؟ |

احمد شاه بابا څوک وو؟ احمد شاه بابا په ۱۷۲۲ز کال په هرات یا ملتان کې زيږېدلی دی. پلار یې زمان خان نومېده او په هرات کې د افغاني قبیلو مشر وو. دده د پلار د مړینې وروسته، دده ورور ذولفقار خان د مشرۍ چارې په غاړه واخیستې. د نوموړي په وخت کې پر هرات باندې څو څو ځله یرغلونه وشول. چې بالاخره نوموړی په ۱۷۳۰ز کال کې له خپل ورور سره یو ځای لومړی فراه او بیا وروسته کندهار ته ورسېدل. دغه مهال د کندهار پادشاه د میرویس نیکه زوی شاه حسین وو. هغه د قبیلوي اختلافونو او احتمالي خطرونو له امله ذولفقار او د هغه ورور احمد خان دواړه د شپږو کلونو په دوام سره زندان ته واچول. کله چې نادر افشار په کال ۱۷۳۷ز کې کندهار ونیو، له نورو زندانیانو سره یې ذولفقار او د هغه ورور احمد خان له زندان نه را خلاص کړل. چې ذولفقار او احمد خان یې بېرته ونیول او مازندران ته یې واستول. چې له څه مودې وروسته یې ذولفقار د زهرو په وسیله وواژه . او احمد خان په همدغه زندان کې ډېر دیني او عصري علوم زده کړل. نادر افشار په کال ۱۷۴۱ز کې احمد خان له مازندران نه را وغوښت او د افغاني لښکرونو سر لښکر يې وګماره. او احمد شپږ کاله د نادر افشار د سر لښکر په حیث دنده ترسره کړه. نادر افشار د ژوند په ورستیو کې پر خپل ایراني لښکر بې اعتباره شو او د ایراني لښکر د سر لښکرو په واسطه یې سر له تن نه جدا شو. د افغاني قبیلو لښکرونو د هرات پر لوري را روان شول او په ۱۷۴۷ز کال کې یې د مزار سرخ پر هدیره یوه لویه غونډه جوړه کړه تر څو پاچا وټاکي.او احمد شاه بابا د افغانستان پاچا شو. د احمد شاه بابا د واکمنۍ پر وخت د لوی افغانستان سرحدونه په لاندې ډول وو: لویدځ(غرب): د ایران مهمې سیمې چې مشهد هم په کښې شامل وو دده تر واکمنۍ لاندې وې. او د فارس په جنوب کې يې هم نفوذ درلود ختیځ(شرق): آن تر ډهلي پورې د افغانستان خاوره بلل کېده. شمال: د نني تاجکستان او ازبکستان ځینې برخې په کښې شاملې وې. جنوب: تر اټک پورې سرحد وو چې کشمیر هم ترې اداره کېده. د احمد شاه بابا یونونه او سفرونه: • لومړی سفر یې په ۱۷۴۷ز کال کې کابل، غزني ننګرهار او پېښور ته وو چې په نتیجه کې یې یاد ځایونو دده تر واکنۍ لاندې راغلل. • په دوم سفر کې احمد شاه بابا په ۱۷۴۸ز کال کې د کابل او پېښور له لارې اټک، لاهور، ډهلی او سر هند تر واکنۍ لاندې راوستل. • په ۱۷۴۸ز کال کې لاهور ته لاړ تر څو د سیالکوت، ګجرات، پنجاب، اورنګ آباد او امرتسر د هر کال مالیات تر احمد شاه بابا را ورسېږي. • په ۱۷۴۹ز کال کې احمد شاه بابا هرات او مشهد هم ونیول. • په ۱۷۵۰ کال کې احمد شاه بابا د هرات له لارې نیشاپور هم ونیو او دده د وزیر په وسیله د افغانستان ځینې شمالي ولایتونه لکه مرو، میمنه، اندخوی، بلخ، بامیان او بدخشان هم مرکز ته تړاو و موند. • په ۱۷۵۱ز کال یې د لاهور پر لوري سفر پیل کړ تر څو پنجاب او کشمیر هم تر واکمني لاندې راولي چې همداسې هم وشول. • په ۱۱۶۷ه کال کې د مشهد پر لوري وخوځېد او تر شېراز پورې یې د هرات مربوط کړل. • په کال ۱۱۷۰ه کې سیکانو او د مرهټه په نوم قوتونه سره یوځای شول او د احمدشاه بابا ځای ناستی پاچا یې په ډهلي کې ګواښه. او احمد شاه بابا هم له همدې امله له شپېته زره لښکر سره د پاني پټ پر لوري د مرهټانو او سیکانو مقابل ته چې شمېر یې لس لکو ته رسېده و خوځېد. په ۱۷۶۰ز کال کې لویه فتحه د احمد شاه بابا په برخه شوه. چې په دې جګړه کې د مقابل لوري دوه لکه کسان له تیغ تېر شول. او احمد شاه بابا ته ډېر زیات غنیمتونه په لاس ورغلل. چې له دې جملې پنځوس زره آسونه، دوه لکه غوایه، پنځه سوه فیلان، څو زره اوښان او دوه ویشت زره بندیان لاسته ورغلل. • تر پاني پټ جنګ وروسته جیساسنګ په پنجاب کې د بغاوت بیرغ پورته کړ. په ۱۷۶۵ز کال کې احمد شاه بابا د لاهور نه وروسته په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۳۵ میله واټن په وهلو سره په روهي نومه سیمه کې د سیکانو له دوه سوه زریز لښکر سره مخ شو او د شل زره سیکانو په وژلو سره یې سیکان مات کړل. • احمد شاه شاه بابا په ۱۷۸۲ز کال کې وزیر شاه ولي خان بلخ او بخارا ته له شپږ زره لښکر سره واستوه. د بخارا حاکم مراد بای د شاه ولي خان د لښکر يه مقابل کې لوی لښکر د جنګ په تمه چمتو کړ. شاه ولي خان احمد شاه بابا خبر کړ. احمد شاه بابا هم د لوی لښکر سره د بخارا پر لور وخوځېد او شاه ولي خان یې بدخشان ته واستاوه. چې مراد بای او احمد شاه بابا تر منځ سوله وشوه او په دې پرېکړه وشوه چې مراد بای به مبارکه خرقه احمد شاه بابا ته سپاري. او احمد شاه بابا هم د حضرت محمد ص مبارکه خرقه یو لوی ملکیت و باله او په ډېر درنښت یې کندهار ته راوړه. د احمد شاه بابا مړینه: احمد شاه بابا د ژوند په وروستیو کې د ډېرو یونونو له امله کمزوری شو او د کوږک توبې په نامه غره ته لاړ چې ښه هوا یې درلوده او د ۱۱۸۶ه کال د رجب په شلمه د جمعې په شپه د پوزې د سرطان له امله وفات شو. انا لله و انا الیه راجعون. او په کندهار کې پر خپل ټاکلي ځای کې خاورو ته وسپارل شو. چې د مړینې پر مهال ۵۱ کلن وو او ۲۶ کاله یې پاچاهي کړې وه. روح یې ښاد او جنتونه یې ځای شه! د احمد شاه بابا په اړه د نادر افشار نظر: نادر افشار به ویل: یوازې هغه کس یې چې له ما وروسته زما د پاچاهۍ لیاقت او وړتیا لرې او له ما وروسته به پاچا وې احمد خان دی. د احمد شاه بابا خویونه: 1. احمد شاه بابا ډېر زیات زړور وو. 2. عادل وو 3. خپل هېواد او خپلو خلکو ته وفادار او ژمن وو 4. نوموړي مذهبي او اسلامي عقیده درلوده 5. ډېر زیات سخي وو 6. د پاچاهۍ تاج یې ډېری وخت نه پر سر کاوه 7. د پاچاهۍ پر تخت نه کښېناسته 8. پر ځمکه به کښېناسته او د غریبانو سره به یې ډوډۍ خوړله 9. د خپل ملکیت ځایونه او بازارونه به یې په پټه او د شپې له لوري په نا بلده څېره کې کتل 10. د جنګ پر مهال به د لښکر په پیل کې جنګېده د یاونې وړ ده چې نوموړی د پښتو ژبې مخکښ شاعر هم وو او یو مشهور شعر یې په لاندې ډول دی: د وطن مینه

Comments