Русские видео

Сейчас в тренде

Иностранные видео


Скачать с ютуб Ijaz Ufaq - Zama Sherin Lalaya د جهانو ښکلي در ځار شه تمامي لالیه - Edwards Collage Concert в хорошем качестве

Ijaz Ufaq - Zama Sherin Lalaya د جهانو ښکلي در ځار شه تمامي لالیه - Edwards Collage Concert 4 месяца назад


Если кнопки скачивания не загрузились НАЖМИТЕ ЗДЕСЬ или обновите страницу
Если возникают проблемы со скачиванием, пожалуйста напишите в поддержку по адресу внизу страницы.
Спасибо за использование сервиса savevideohd.ru



Ijaz Ufaq - Zama Sherin Lalaya د جهانو ښکلي در ځار شه تمامي لالیه - Edwards Collage Concert

زما شيرين لاليه، وۍ زما خيالي لاليه د جهانو ښکلي در ځار شه تمامي لالیه دا درنې شپې او ستا په نيمه شپه راتګ وګوره پر بام درانه ګامونه ګرځي زړه مې چوي لاليه پرون يې بيا د موږکانو زهر کور ته راوړل ګمان کوم، په څه بلا مې درنه خوري لاليه چې ته دې مړ شې او بيا زه يوازې پاتې شمه غلی شه، مه غږېږه، خدای دې نه کوي لاليه که به ته مرې، زه دې په تا پسې دستي خيرات شم لکه په تا پسې وېشلې سرخاکي لاليه چې پروت لا نه يې او ولاړ يې تر سپېدو له مخه کار دې خراب شه که تر ما وي ضروري لاليه په تا څه شوي که ساه وتې له پسرلي لالیه سترګې دې هغسې اور نه کوي ساقي لالیه د نیمو شپو خپه کیده دې خوند کوې لالیه خو ورانه پریوځې چې وي یخه جنوري لالیه خو يا منلې او يا مخامخ جواب ورکړی څوک دې ګونګی شي چې خبره تېروي لاليه چې لمر لوېدلی دی او ته به مې ياد کړی نه يې راڅخه پاتې دې شي، ټول خپل او پردي لاليه دوی وايي، پلارې دې لا له ما په خبرېدو خوشحال دی خو وايي، مور دې په سر خاورې بادوي لاليه ګمان په شرع ناروا دی ګمان نه کومه تاته مالومه زما خپله مجبوري لالیه تر تا قربان شه لوڅه غېږه، خو بېخي ساړه دی دومره ساړه چې په چا ژامي رېږدوي لالیه ملا دې ګونګ شي لکه کونګ په لوڅو سترګو ناست وي شپه لا اوږده ده، لا تر اوسه ده وختي لالیه توکل په خدای په دغه ژمي یوه غېږه واخله او یوه مچه درکوم په پسرلي لالیه ما وېل خپه یم ما وېل نن به مې و نه یادېږې زه څه خبر چې مې بلا درپسې خوري لالیه تر دې له مخه چې د سترګو دې بلا واخلمه درانه کاته دې په ما کډې باروي لالیه ته چې راځې نو زه تباره لا وختې تېره کړم درپسې چوف کړمه چې ځې ایت کرسي لالیه چې درته و نه غاپي صم بکم عمی وایه ولاړ په لار کې دووسان وي لکه سپي لالیه دغسې نه ده چې دې سر پر سينه نه پرېږدمه ما دې د برېتو څوکې کښته تخنوي لالیه شي یوه ورځ به مې اخیر درڅخه سترګې پټې څراغ که درسته شپه لګېږي، اخیر مري لالیه په تا مې پاتې د کامې او چاریکارو شیریخ او په کابل کې د شینواري کړایي لالیه سخته خو نه ده، زه به عقل په پښه وتړم خو دغه زړه مې په لاسو درپسې ځي لالیه دا نو خبره شوه چې لاس تر لمن لاندې غواړې؟ ته وا ماشوم یې، تا دې خدای کړي په ښادي لاليه که به زما په خوله وي، ستوری دې تر ټولو لوړ شه چې باچاهان درته چوټې سموي لاليه سید شاه سقیم

Comments